دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 264795
د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د واورې او باران امکان
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن، پنجشنبه او سبا جمعه (دلو ۱۳ او ۱۴) په بدخشان، میدان وردک، بامیان، دایکنډي، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او فراه ولایتونو کې د باران او واورو د ورېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
 
په خپور شوي اعلاميه کې ويل شوي چې په بيلا بيلو ځايونو کې به د باران اندازه د پنځو نه تر ٣٠ ملي متره او د واورو اندازه به د ١٠ نه تر ٣٠ سانتي مترو پورې وي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ورځو کې د واورې ورښت د هېواد يو شمېر ترانسپورتي لارې تړلې وې.
 
https://avapress.com/vdci35arwt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته