افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د مصباح او د هغه د اتو ملګرو د شهادت ۲۸م تلین نن دوشنبه د دلوي ۱۰ مه د مزارشریف ښار د تبیان مرکز د غونډو په تالار کې ونمانځل شو. .
د دې مراسمو ويناوال د مزارشريف کې د تبيان مرکز د نماينده ګۍ د دفتر مشر حجت الاسلام علي اکبر نورالحق خليلي او د چمتال امام جمعه حجت الاسلام عبدالواحد فولادي د شهید مصباح د شخصيت په ځانګړنو خبرې وکړې.
ويناوالو د شهيدانو درناوى د قرانکريم د دستور په توګه ياد کړ او شهيد مصباح يې د جهاد او کلتور د بنسټګر په توګه ياد کړ.
دوی ټینګار وکړ، چې د دغه اتل شهید کړني د افغانستان خلکو د بیداري سبب دي.
د ويناوالو په وينا، شهيد مصباح د هغه وخت له حالاتو ژور درک درلود او د همدې ژور درک له مخې يې هڅه کوله، چې ولس د وخت له تحريف او رجعت څخه وژغوري.
دوی ټینګار وکړ چې شهید مصباح د ټولنې د حرکت انجنیر و او د هغه دا کار ددې لامل شول چې افغانستان د شوروي له واکمنۍ او تیارو څخه وژغورل شي.
دغه راز د غونډې د ويناوالو په وينا، دښمنانو هڅه وکړه، چې د مصباح په شهادت سره د هغه
افغان غږ خبری آژانسز خاموشه کړي، خو د هغه په شهادت سره د قرآن او حسيني دود د تل لپاره ژوندى شو.
دا چې د دلوي د میاشتې له نهمه نیټه د سید علی اکبر مصباح د شهادت له تلین سره برابره ده، نو هر کال په همدي مناسبت د هغه موخې او ایډیالونه په هیواد کې دننه او بهر د بیلا بیلو مراسمو په ترڅ کې یاد او څرګندیږي.