افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه پلاوي د دغه ولایت د بګرامی ولسوالۍ د حاجي نذیر ښارګوټي چې ۸۴۶.۵۰ جریبه ځمکه په کې شامله ده، وکتله او د دولتي ځمکو د تصدیق اسناد یې تائید کړل او له خاوندانو یې د دغو اسنادو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د ځمکو د غصب مخنیوي بورډ د بګرامي ولسوالۍ د یعقوبی په کلي کې ۵۷ جریبه بله ځمکه هم وڅېړله.
دغه راز پورتني پلاوي د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د امید سبز ښارګوټي (حاجي نبي هستوګنې) چې په ۱۷۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی و، د دولتي ځمکو د تثبیت د اسنادو پر بنسټ جوړ کړ.
دغه بورډ د دارالامان د شادمان په سیمه کې ۸۹۵ جریبه نوره ځمکه چې د ۲۹۵ او ۲۹۶ نمبر ځمکې د تثبیت اړونده ده، حکومت ته تایید کړه.
د کابل ولايت تخنيکي بورډ د ټولو يادو شويو ځمکو اسناد غوښتي او تر څېړنې لاندې دي.
د یادولو وړ ده چې د دولتي ځمکو د بیرته نیولو حکم د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده لخوا صادر شوی دي.