افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو ټولو رسمي او غیر رسمي امامانو او خطیبانو ته لارښوونه کړې، چې په خپلو ویناوو کې د قرآن کریم بې حرمتي او سوځول وغندي.
د دې اعلامیې په دوام کې راغلي دي چې د سویډن په هیواد کې د یو متعصب کافر له خوا د مسلمانانو سپیڅلي کتاب (قرآن کریم) ته سپکاوی شوی او قرآن کریم سوځول شوی دی، په همدې اساس ټولو چارواکو ته لارښوونه کیږي چې په ټول هیواد کې امامان او مبلغین چې د جمعې په ورځ په خپلو ویناوو کې د قران کریم سپکاوی په کلکو ټکو وغندي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې "دا عمل د هیڅ مسلمان لپاره د منلو وړ نه دی او موږ د سویډن له حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې دغه متعصب شخص ته سخته سزا ورکړي، ترڅو په راتلونکي کې هیڅوک د داسې عمل جرات ونه کړي".