افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست ولایت اوسیدونکو نن (سه شنبه، دلو ۴) په سویډن کې د قران عظیم الشان د سپکاوي په اعتراض کې مظاهره وکړه.
نن د هېواد په ختيځ کې د خوست ښار سلګونو اوسېدونکو د يوې لاريون په ترڅ کې په سويډن کې د قران کريم بې حرمتي په کلکه وغندله او د دې پېښې د عاملينو پر سزا يې ټينګار وکړ.
لاريون کوونکو د شعارونو په ورکولو سره د قران کريم سوځول د اسلامي ارزښتونو او د نړۍ د مسلمانانو عقايدو ته سپکاوى وباله.
لاريون کوونکو له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د بيان د ازادۍ تر نامه لاندې د دا ډول وحشیانه کړنو د تکرار مخه ونيسي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د قران کریم سوځول په کلکه وغندل او د دغه هیواد له چارواکو یې وغوښتل چې عاملینو ته یې سزا ورکړي.
بېلابېلو سیاسي څېرو هم په سویډن کې د قران کریم بې حرمتي په کلکه غندلې ده.