افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدی نن سې شنبه وویل: له موږ سره ۱۶۳ تاریخي آبدات ثبت شوي چې ډیري يي د فارياب د اندخوى ولسوالۍ کې موقعیت لري.
هغه زیاته کړه، د وخت په تېرېدو، جګړو او د تېر حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې د دغه ولایت ډېری تاریخي اثار له منځه ولاړ شي.
محمدي وويل، که چېرې د فارياب تاريخي ابدات ژر تر ژره ترميم نه شي، نو له منځه به ولاړ شي.
د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رييس ټينګار وکړ چې د تاريخي ابداتو د ويجاړېدو موضوع يې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شريکه کړې او هغوى ورته د پاملرنې ژمنه کړې ده.
په ورته وخت کې د فاریاب یو شمېر کلتوریان هم د دې ولایت د تاریخي اثارو د نه پاملرنې په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې د دغو ودانیو د بیارغونې لپاره اقدام وکړي.
د دغو کلتوريانو په وينا، په تېرو شلو کلونو کې د فارياب تاريخي ابداتو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
د فارياب تر ټولو مشهور تاريخي حوضونه د ګونباد عدالت، ينګي جومات، زوړ ښوونځی، د بابا ولي لېسه، د اقيني حوض او قزل ګنبد دي چې د اندخوی په ولسواليو کې موقعيت لري.