افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشرې ایلوا فیلیون سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي: په دې کتنه کې فیلیون په افغانستان کې د سره صلیب د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د اسلامي امارت له همکارۍ یې د هغوی د خدمتونو په وړاندې کولو کې مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې د سره صلیب تر بل هر ځای ډیر تمرکز پر افغانستان دی.
مولوي امیرخان متقی وویل: له نېکه مرغه زموږ په هېواد کې تر بل هر وخت سوله تامین شوې او د جګړې په پای ته رسېدو سره د ټپیانو شمېر کم شوی، نو اړتیا ده چې د دغې کمېټې خدمتونه نورو برخو ته لکه: د بندیانو پالنه، معلولینو ته د مصنوعي غړو انتقال او د امکان په صورت کې د معیوبینو د درملنې لپاره بهر ته لیږدول.