افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بریتانیا د پارلمان ځینې غړي وايي، په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او بریتانیا باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دوی په افغانستان کې د اقتصادي بحران په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې اوس هغه وخت نه دی چې له افغانستان سره مرستې کمې شي.
د دې پارلمان یوه غړي دان جارویس د خپل هېواد د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ډان جارویس زیاته کړه: د مرستو دا ګډوډۍ په یوه حساس وخت کې راځي ځکه چې دا هیواد له سخت بشري بحران سره مخ دی.
په همدې حال کې د برتانیې د نړیوالې پراختیا وزیره وايي چې په افغانستان کې اوه څلویښت فیصده مرستندویه موسسو د ښځو پر کار کولو د بندیز له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.
د نړیوالو پراختیایي چارو وزیر انډریو میچل په دې اړه وویل: په ټول افغانستان کې د غیردولتي موسسو له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې کارکوونکي ښځې دي او دوی د بشري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره مهمې دي. دوی هغو وګړو ته پاملرنه کوي چې نارینه (ښځو) ته لاس رسی نه لري، او ښځو او نجونو ته حیاتي او د ژوند ژغورونکې مرستې برابروي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا "اوچا" په یوه راپور کې ویلي چې دوی په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵.۵ میلیونه ټنه بشري مرستې رسولي دي، خو د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د مرستو په وېش کې د شفافیت پر نشتوالي نیوکه کوي.