افغان غږ خبری آژانس - نړیوال خدمتګار: نوموړي نن (سه شنبه، جدی ۲۷) په یوه ټویټ کې لیکلي«موږ پوهیږو چې له کابل سره تعامل به د افغانستان د خلکو په ګټه وي.
له دې مخکې هم پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د اسلامي امارت له حکومت سره پر خبرو ټینګار کړی دی. داسې حکومت چې تر اوسه په رسمي توګه نه دی پیژندل شوی.
پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري.