دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 263728
د غزني ښاریان خبر ورکوي، چې ښار ته د تګ راتګ ډېرې لارې خلاصې دي
د غزني له ولسواليو څخه ښار ته راغلي يو شمېر مسافر وايي چې غزني ته غځېدلې لارې خلاصې دي.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: د غزني له ولسوالیو څخه غزني ته راغلي مسافر خبر ورکوي چې د یوشمیر ولسوالیو لارې خلاصې دي.
 
علي چې نن (پنجشنبه، جدی ۲۲) د غزني له جغتو ولسوالۍ څخه غزني ښار ته راغلى، افغان غږ خبری آژانس ته وويل چې تر اوسه واوره دومره نه ده ورېدلې چې له امله يې د جغتو ولسوالۍ لارې بندې دي او ډېرى لارې يې خلاصی دي.
 
دغه اوسیدونکي ټینګار وکړ چې یوازې د جغتو ولسوالۍ له وضعیت څخه خبر دی او امکان لري چې په یو شمیر نورو ولسوالیو لکه جاغوري او ناور کې واوره زیاته وي او د ځینو لارو د بندیدو سبب شوي وي.
 
د مالستان، ناور او جاغوري ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي چې د غزني په مرکز کې موقعيت لري، وايي چې په يادو ولسواليو کې د واورې ورښت د لارو د بندېدو لامل نه دی.
 
په دې اړه د جاغوري اوسېدونکی جمعه خان افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې ما په جاغوري کې له خپلو ملګرو سره په تماس کې وويل، چې اوسنۍ واوره سړکونه نه دي بند کړي او په ځينو سيمو کې ځايي خلکو سړکونه له واورو پاک کړي دي.
 
په دې اړه او د چارواکو د لاس ته ورغلو پلانونو په اړه د غزني د فواید عامې ریاست د چارواکو له پرله پسې ټیلیفونونو سره سره، په دې بریالي نه شوو.
 
د يادونې وړ ده، چې که څه هم وروستيو واورو د اوبو د زياتوالي او د وچکالۍ د له منځه وړلو له امله د خلکو په زړونو کې هيلې او خوښۍ راژوندۍ کړي، خو د ژمي د واورې ورښت هم خلکو ته ستونزې پيدا کوي.
 
https://avapress.com/vdcdxs0xjyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته