دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 263686
د کابل ښاروالۍ د ترافيکي نظم د لوړولو په لټه کې/ د ترافيکي څراغونو د نصب او ترميمولو هڅې دوام لري
د کابل ښار د ترافيکو د عمومي رياست مسئولين وايي، چې له پنځلسو ورځو راهيسې يې په ښار کې د ترافيکي څراغونو د لګولو لړۍ پيل کړې او دا لړۍ به تر هغه دوام وکړي، چې د کابل ښار ۷۳ څلور لارې تر پوښښ لاندې راشي. دغه رياست له موټر چلوونکو څخه غوښتي دي چې د دغې پروژې تر بشپړيدو پورې د ترافيکي قوانينو درناوى او رعايت وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د ترافیکو د عمومي ریاست د احصایې او پلان رئیس عبدالودود خیرخواه د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل: دغه اداره په کابل کې د ترافیکي نظم د زیاتوالي لپاره لازم پلانونه لري.
 
خيرخواه زياتوي، چې دغه رياست د ترافيکي نظم د زياتوالي، د ترافيکي پېښو د مخنيوي، د ترافيکو د سالم جريان د رامنځته کولو او د موټر چلوونکو د بې نظمۍ د مخنيوي په موخه پلانونه لري، چې عملي کېږي.
 
د کابل ښار د ترافيکو مديريت د احصايې او پلان رييس په پلازمېنه کې د ترافيکي څراغونو نصبول د موټرونو د خوندي تګ راتګ له امله مهم بولي او له چلوونکو يې غوښتي چې د دغه رياست مقرراتو ته درناوى وکړي او د ترافيکو لارښوونو ته پام وکړي. پولیس د موټر چلولو په وخت کې د خپل ژوند او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره کار کوي
 
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل ښار کې یو شمېر موټر چلوونکي ترافیکي قوانین نه مراعتوي او دغه کار په ښار کې د ګډوډۍ لامل شوی دی. دې کار د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د کابل ښار زياتره ترافيکي څراغونه مات او يا مات شوي، چې د ترافيکو مديريت په وينا د ترميم چارې يې روانې دي.
 
https://avapress.com/vdcg7w9x3ak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته