افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دغه فرمان کې راغلي، چې په دې شورا کې علماء دنده لري، چې اړوندو مسئولینو ته د شریعت له مخې مشورې ورکړي.
په فرمان کې راغلي چې: «د اسلامي نظام د استحکام او لا پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د کابل ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس لاندې علماء کرام او متنفذین د کابل ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول».
ددي فرمان په اساس، محترم شیخ صاحب خلیفه دین محمد د علماوو شوری د رئیس په توګه، محترم شیخ صاحب ذبیح الله راشدي د شوری د مرستیال په توګه، محترم شیخ صاحب عبد الحمید حماسي د شور د غړي او د اداري او مالي چارو د مسئول په توګه، محترم شیخ صاحب لطف الله حقاني، محترم شیخ صاحب محمد زاهد عزیز خیل، محترم مولوي صاحب عبدالله، محترم مولوي صاحب اسد ا لله، محترم مولوي صاح سید ولی الله، محترم مولوي صاحب رفیع الحق، محترم شیخ صاحب فیض الله، محترم مولوي صاحب مزمل الحنفي، محترم شیخ صاحب احمد شاکر، محترم شیخ عبدالرحمان فاروقي، محترم شیخ صاحب ګل رحمان، محترم مولوي صاحب احمد الله، محترم شیخ صاحب ظاهر خان، محترم مولوي صاحب نقیب الله، محترم مولوي صاحب عصمت الله، محترم شیخ صاحب فیض الله، محترم حاجي صاحب عبدالرحمان، محترم حاجي صاحب محمد فاروق، محترم حاجي صاحب عبدالستار، محترم حاجي صاحب جانداد، محترم حاجي صاحب عبدالحکیم، محترم حاجي صاحب محمد شاکر، محترم حلیم جان، محترم حاجي صاحب سید محمود، محترم حاجي صاحب محمد احسان او محترم حاجي صاحب مسلم د یادې شورا د غړیو په توګه و ټاکل شول.
په دي فرمان کې ټینګار شوي، چې د کابل ولایت د علماوو شورا مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي د خپلي لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چې د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.