افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال نن دوشنبه (جدی ۱۹) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د سوالګرو د راټولولو کمېټې تر یوې ورځې وړاندې له ټول کابل ښار څخه ۲۴ زره ۲۷۶ سوالګر راټول کړي دي.
په دغو ټويټونو کې ويل شوي، چې له دې ډلې ۱۱۶۰۲ يې ښځې، ۹۷۲۷ يې ماشومان او ۲۹۴۷ يې لویان دي.
د سوالګرو د راټولولو کمیټې زیاته کړه چې ماشومان او یتیم سوالګر له بایومتریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته معرفي کیږي او د یاد وزارت له خوا ورته د زده کړې زمینه برابریږي.
د سوالګرو د راټولولو کمېټه وايي، چې له مستحقو سوالګرو سره به نغدي مرسته هم وشي.