افغان غږ خبری آژانس - کابل: په غور کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې په دې لاره د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه مسافر بند پاتې دی.
یوې سرچینې د بند پاتې مسافرینو وضعیت ستونزمن وباله.
سرچينې د بيان د بند د بندېدو خبر هم ورکوي، چې د غور ولايت شپږ ولسوالۍ د دغه ولايت له مرکز فيروزکوه ښار سره نښلوي.
په غور ولایت کې د داعش سیمه ییز چارواکي وايي، د واورې پاکولو ټیمونه یې کروندو ته استولي دي. دوی له خلکو غوښتي چې د هوا تر ښه کېدو پورې دې تګ راتګ نه کوي.
غور د افغانستان یو له سړو او غرنیو ولایتونو څخه دی چې د ژمي په موسم کې یې کله نا کله لویې لارې او سړکونه د واورې د ورښت له امله تړل کېږي.
تېره اوونۍ د واورې ورښت له امله د غور ولايت لويې لارې تړل شوې وې.
له پرون راهیسې کابل او د افغانستان یو شمېر ولایتونه د واورې د اورښت شاهدان دي.