دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 263361
حکومت اقدام نه دی کړی؛ د بلخاب لاره د خلکو له خوا پرانیستل شو
د سرپل د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې چې د دې ولسوالۍ ترانسپورتي لار تړل شوې او حکومت ورته پام نه دی کړی، خلک اړ شوي چې د ۲۸۰ کسانو په راټولېدو سره دغه لار په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: له نن څخه ۲۵ ورځې وړاندې د دغه ولایت مرکز ته له «قم کوتل» سیمې څخه د درنې واورې وریدو له امله د بلخاب - سرپل ولسوالۍ ترانسپورتي لار تړل شوې وه چې له امله یې د اوسیدونکو لپاره ګڼ شمېر ستونزې جوړی کړي وي.
 
بالاخره د دې ولسوالۍ اوسېدونکو پرون (سه شنبه، جدی ۱۳) له سهار څخه تر ماښامه پورې کار وکړ او په دې بريالي شول، چې دغه لاره پرانېزي، څو دواړه لوري ته ولاړ موټرونه تېر شي.
 
د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغان غږ خبری آژانس ته تصویرونه لېږلي او ویلي یې دي چې پرون د دې ولسوالۍ ۲۸۰ نارینه راټول شوي او واوره یې له سړکه پاکه کړې ده.
 
د دوی په خبره، د لارې خلاصېدل موقتي دي او که واوره نه وي او یا ډېره یخنۍ وي، تر دوو ورځو پورې به خلاصه وي، خو بېرته به تړل کېږي.
 
د بلخاب د اوسېدونکو په وينا، حکومت د لارې خلاصولو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
 
دوی ټینګار وکړ چې د بلخاب د لارې په بندیدو سره د خوراکي توکو بیې دوه چنده شوې دي.
 
د بلخاب لاره له تړل کېدو راهیسې حکومت تل اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به بېرته پرانیستل شي.
 
د سرپل ولايت د فوايد عامې رييس اسدالله مسرور تېره ورځ افغان غږ خبری آژانس ته وويل: نن يا سبا به د بلخاب د لارې د بيا پرانيستلو په اړه پرېکړه وکړو.
 
بلخاب د سرپل له لرې پرتو ولسواليو څخه ده، چې هر کال يې د واورو په ورېدو سره لاره تړل کېږي او اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
 
https://avapress.com/vdcg3w9xqak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته