افغان غږ خبری آژانس - کابل: فراهي په دوام کې وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رییس شو.
هغه زیاته کړه: اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رسنیو څخه په هر اړخیزه توګه ملاتړ کوي او موږ هڅه کوو چې د رسنیو ملاتړ وکړو.
د ښاغلي فراهي په وینا اوس د بهرنیو خبریالانو وضعیت ښه شوی او په تېر کال کې څه باندې ۷۰۰ خبریالانو له افغانستان څخه لیدنه کړې ده.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين زياته کړه : په تير کال کې ٧٠٠ خبريالان افغانستان ته راغلي او اړوندو بنسټونو ته يې رپوټونه چمتو کړي دي .
په ورته وخت کې د رسنیو د ملاتړ بنسټونه او خبریالان له اسلامي امارت او نړۍ څخه غواړي چې په افغانستان کې د رسنیو ستونزو ته زیاته پاملرنه وکړي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مرستیال فرهاد بهروز وویل: اسلامي امارت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او د خبریالانو خوندیتوب ته دې جدي پام وکړي.
په ورته وخت کې د بې پولې خبریالانو سازمان هم په خپل ۲۰۲۲ کال کې ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې ۱۶۶۸ خبریالان د جګړې په سیمو کې وژل شوي دي.
دغه بنسټ ویلي دي: په تیرو دوو لسیزو کې د خبریالانو ۸۰ سلنه قربانیان په پنځلسو هیوادونو کې وو، چې عراق او سوریه د وژل شویو تر ټولو زیات شمیر لري، چې ۵۷۸ خبریالان پکې وژل شوي دي. له دغو دوو هېوادونو وروسته افغانستان، یمن او فلسطین په راتلونکي کتار کې دي.