دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 263046
د افغانستان په څو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د نجونو لپاره منځني ښوونځي او لیسې پرانیستې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د نجونو لپاره منځني ښوونځي او عالي لیسې پرانیستې دي.
 
هغه زیاته کړه چې د هیواد په نورو برخو کې د اسلامي امارت د اقتصادي او ستراتیژیک بحران له امله د نجونو لیسې تړل شوي دي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور رسنیو ته ویلي، چې ډېر ژر به په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړې په اړه د افغاني شریعت او دود له مخې پرېکړه وشي.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی و چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل موقتي دي او اسلامي امارت د ښځو له تعلیم او کار سره مخالف نه دی.
 
  د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د لوړو زده کړو وزارت سرپرستې ندا ​​محمد نديم په يوه رسمي اعلاميه کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړى و، چې د ښځينه محصلينو تحصيل تر راتلونکي خبرتيا پورې وځنډوي.
 
https://avapress.com/vdcgtw9x3ak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته