افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایی، د کوکنارو د کښت مخنیوی د نشه یی توکو پر وړاندې د دغه وزارت د مبارزې یوه برخه ده.
ښاغلي تکور ویلي (د کورنیو چارو وزارت له یوه کال راهیسې د مخدره موادو د کښت او قاچاق په برخه کې جدي مبارزه کوي او په راتلونکي کې هم د دې ناوړه پدیدې د مخنیوي لپاره ژمن دی.
په همدې حال کې په هېواد کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د هلمند ولایت یو شمېر کروندګر د کوکنارو پر ځای د پنبې د کښت د زیاتوالي خبر ورکوي.
د هلمند بزګران له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
په داسې حال کې چې د اسلامي امارت چارواکي په هېواد کې د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې د پام وړ کموالی اعلانوي، له دې وړاندې ځینو نړیوالو بنسټونو ویلي وو چې افغانستان لا هم د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په برخه کې په لومړي سر کې دی.