دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 262768
جایکا او ملګرو ملتونو د هېواد له بې ځایه شویو سره د مرستې په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ
د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له داخلي بې ځایه شویو او راستنېدونکو سره د مرستې په موخه د ۱۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) پرون (جمعه، جدی ۲) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ (UNHCR) سره د داخلي بې ځایه شویو او راستنیدونکو سره د مرستې په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
 
د جايکا په وېبپاڼه کې د خپرې شوې اعلاميې له مخې، دغه اداره به تر يو مليارد ٧٩٧ ميليونه جاپاني ين، چې څه باندې ١٣٥ مليونه ډالرو معادل دي، په هغو سيمو کې د ژوند د چاپېريال د ښه والي لپاره د پروژو په پلي کولو کې ولګول شي چیري چي داخلي بې ځایه شویو او راستنیدونکو کوربه توب کوي.
 
په پام کې ده چې دغه پروژه د ۲۴ میاشتو په موده کې په کندهار، هلمند، اروزګان، نیمروز او زابل ولایتونو کې پلې شي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې ډېری داخلي بې ځایه شوي او راستانه شوي کسان له بې وزلۍ سره مخ دي او د محدودو کاري فرصتونو له امله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
 
https://avapress.com/vdcg3x9x7ak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته