دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 262505
برشنا: له دولتي بنسټونو څه باندې یو میلیارد افغانۍ راټول شوې
د افغانستان برښنا شرکت وايي چې په څه کم شپاړسو میاشتو کې یې له یو میلیارد افغانیو څخه زیات د دولتي بنسټونو پورونه دغه شرکت ته راټول کړي دي او وايي چې د دغو پورونو راټولول د دغه شرکت د پورونو په ادا کولو کې مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن یکشنبه (قوس ۲۷) د افغانستان برښنا شرکت وايي چې په څه کم شپاړسو میاشتو کې به له یو میلیارد افغانیو څخه زیات پورونه له دولتي ادارو څخه ادا کړي. اویا میلیونه افغانۍ نور پورونه له سیاستوالو او د تېر حکومت له چارواکو راټول شوي دي.
 
د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وویل: د دغو پورونو راټولول د برېښنا له واردونکو سره د دغه شرکت د پورونو په ادا کولو کې مرسته کړې ده.
 
د برشنا شرکت ویاند وايي، په تېرو شپاړسو میاشتو کې دې شرکت له دولتي ادارو څخه ۱.۱ میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي.
 
نوموړی زیاتوي، چې برشنا شرکت په دې وتوانېد، چې له تېر سیاسون او زورواکو څخه له ۷۰ تر ۷۵ میلیونه افغانۍ پور ترلاسه کړي.
 
بل خوا د کابل د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي، سره له دې چې د ډېرو فابریکو خاوندانو د برشنا شرکت پورونه ورکړي، خو دوی ته په کافي اندازه برېښنا نه ده ورکړل شوې او د فابریکو د خاوندانو د تولید اندازه هم نه ده ورکړل شوې.
 
د کابل د صنايعو او کانونو خونې مرستيال وايي، چې په صنعتي پارکونو په ځانګړي ډول د کابل ښار د برېښنا اوسنۍ وضعيت نورمال نه دى او د دغو فابريکو خاوندان يې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.
 
په ورته وخت کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په کابل کې د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي.
 
په داسې حال کې چې په دې وروستيو ورځو کې د برېښنا د قطعې له امله ښاريان او د فابريکو خاوندان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشيف سره په ټيلېفوني خبرو کې دغه څرګندونې کړې دي. له دغه هېواد څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د لېږد پر ستونزو خبرې وکړې
 
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې له ازبکستانه یې غوښتي، چې د وارداتي برېښنا اندازه د دواړو لورو د هوکړې کچې ته ورسوي.
 
ارګاشيف هم د يادې ستونزې د تاييد ترڅنګ وويل، چې افغانستان ته د برېښنا د کچې د لوړولو لپاره هڅې روانې دي.
 
افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران پر برېښنا متکي دی او تر اوسه له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید د دغه هېواد اړتیا نه ده پوره کړې.
 
https://avapress.com/vdcfx0d0tw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته