دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 262475
د کابل په بګرامي کې د یوه سوداګریز مرکز د جوړولو پلان تصویب شو
کابل ښاروالۍ د پانګونې د ملاتړ او ودې په موخه د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د بګرامي په سیمه کې د یوه سوداګریز مرکز د جوړولو پلان چې د یوه کورني سوداګریز شرکت له خوا وړاندې شوی و، تصویب شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند د بګرامي په سیمه کې د یوه سوداګریز مرکز د جوړولو پلان نصویب شو.
 
په دغه طرحه کې چې د يوه کورني سوداګريز شرکت له خوا وړاندې کېږي، د سړو خونو، د مېوو د مارکېټ جوړول او د سوداګريزو فعاليتونو لپاره د نورو مناسبو ځايونو جوړول شامل دي چې د تصويب لپاره به د وزيرانو شورا رئيس ته ولېږل شي.
 
د کابل ښاروال د دغه پلان د تطبیق په غونډه کې وویل چې د خصوصي سکتور د ودې او پانګونې لپاره د رغنده پلانونو هرکلی کوي او د پانګونې لپاره ښه زمینه برابروي.
 
د کابل ښاروال وايي، هوډ لري چې د خصوصي سکټور په همکارۍ په دې برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي، څو په ۱۶۴ جریبه ځمکه کې د بګرامیو له منډوي څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کې د پراختيايي او سينګار کولو پروژو په جوړولو سره مثبت بدلونونه راوستي، چې د پلازمېنې ښاريانو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbz5b5srhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته