دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 262471
روسیه د ناټو غړي خپل مشروع هدفونه ګڼي
روسیې د ناټو غړي خپل مشروع هدفونه وبلل او د روسیې د امنیت شورا مرستیال په خپل ټیلیګرام چینل کې د یوه پیغام په خپرولو سره اوکراین ته د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان (ناټو) له خوا د پوځي مرستو استولو ته په اشارې سره وویل چې؛ د جګړې د قوانینو له مخې، د دې سازمان غړي د بریدونو مشروع هدفونه د هغه هیواد دي.
افغان غږ خبری آژانس: د «نیوزویک» مجلې د راپور له مخې، د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف په خپل ټیلیګرام چینل کې یوه مقاله خپره کړې او ټینګار یې کړی چې د ناټو هغه غړي چې اوکراین ته وسلې ورکوي د دوی مشروع هدف ګرځیدلی شي.
 
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دا پوښتنه هم راپورته کړې، چې ایا د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د غړو هېوادونو له خوا اوکراین ته د وسلو استول پر روسیې برید ګڼل کېدای شي او که نه؟
 
دغه روسي چارواکي لیکلي: نن ورځ مهمه پوښتنه دا ده چې آیا زموږ د هیواد (روسیې) پر وړاندې د ناټو ګډه جګړه له روسیې سره په جګړه کې د دغه اتحاد د ننوتلو په مانا ګڼل کیدای شي؟
 
میدویدیف زیاته کړه: "د ناټو د غړو هیوادونو مشران په متفقه توګه ادعا کوي چې د دوی هیوادونه او د ناټو ټول غړي له روسیې سره په جګړه کې نه دي، خو هرڅوک ښه پوهیږي چې داسې نه ده." له همدې امله دا پوښتنه راپورته کیږي چې ایا د ناټو غړي د مسکو د برید مشروع هدفونه دي او که نه؟
 
هغه بیا د هغه څه پر بنسټ چې هغه یې د جګړې قوانین بولي لیکلي: "د نورو هیوادونو وسله وال ځواکونه چې په رسمي توګه په جګړه کې داخل شوي او د دښمن هیواد متحدین دي، مشروع نظامي اهداف ګڼل کیږي."
 
د روسیې د امنیت شورا مرستیال یادونه وکړه چې په نورو مشروع پوځي اهدافو کې د دښمن هیواد نظامي - سیاسي مشران او د دښمن ځواکونه شامل دي چې په رسمي توګه یې وسله وال ځواکونه نه دي پریښي.
 
دغه روسي چارواکي څرګنده کړه: په دغو توکو کې د دښمن هر ډول پوځي او مرستندويه تجهيزات، د پوځي او ملکي زيربناوو اړوند هر هغه وسايل شامل دي چې پوځي اهدافو ته د رسيدو زمينه برابروي؛ په دې کې پلونه، ترانسپورتي سټیشنونه، سړکونه، د انرژۍ تاسیسات، د بریښنا بندونه او ورکشاپونه شامل دي چې لږترلږه نظامي قراردادونه لري.
 
په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې، کرملین په مکرر ډول د ناټو متحدین د روسیې سره په جګړه کې د شاملیدو تور لګولی چې اوکراین ته وسلې او نظامي تجهیزات لیږلي، د خپلو سرتیرو روزنه کوي او استخباراتي مرستې چمتو کوي.
 
تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ومنله چې واشنګټن له خپلو ناټو متحدینو سره په ګډه د فبرورۍ له ۲۴مې په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې له کییف سره له ۴۰ میلیاردو ډالرو زیاته پوځي مرسته کړې ده.
 
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "ماریا زاخارووا" د پنجشنبې په ورځ اوکراین ته د امریکا د "پټریوټ" توغندیو د دفاعي سیستم د سپارلو په غبرګون کې خبرداری ورکړ.
 
هغه ټینګار وکړ چې کییف ته د واشنګټن له خوا د دغو سیسټمونو احتمالي سپارل د جګړې د پراخیدو لامل کیدای شي.
 
زاخارووا د توغندیو پرمختللو سیسټمونو ته اشاره کوي چې ویل کیږي امریکا د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له څو میاشتو غوښتنو وروسته خپل هیواد ته د لا قوي وسلو د ورکولو لپاره اوکراین ته استوي.
 
د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت د وياند په وينا، ډېرى بهرني کارپوهان د دغه ډول اقدام پر منطق شک لري او فکر کوي، چې دا به د جګړې د پراخېدو لامل شي.
 
هغه همدا راز د امریکا د پوځي اتحاد پر غړو هم تور ولګاوه چې د ناټو پر نورو غړو فشار راوړي چې اوکراین ته وسلې ولېږي.
 
زاخارووا د دې خبرې په کولو سره چې واشنګټن د ناټو له غړو هیوادونو غواړي چې له اوکراین سره د پام وړ پوځي مرستې وکړي، ټینګار وکړ چې د لویدیځو هیوادونو له خوا اوکراین ته ټولې استول شوې وسلې د روسیې له خوا په نښه کیږي.
 
https://avapress.com/vdchqiniz23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته