دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 262445
د اسلامي امارت د حکومت ساتنه د ټولو خلکو او چارواکو ګډه دنده ده
یو شمېر قومي مخورو د رئیس الوزرا د دفتر له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان په تاریخ کې هیڅکله د اسلامي امارت په څېر قوي او منظم حکومت نه دی رامنځته شوی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت ساتنه د خلکو او چارواکو ګډ مسئولیت دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر نن شنبه (قوس ۲۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد له یو شمېر سیاستوالو او قومي مشرانو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې حميدالله هوتک، عبدالشکور دادرس او صفرمحمد کاکړ د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او خپلې مشورې او نظريې يې د رئیس الوزرا له سياسي مرستيال سره شريکې کړې.
 
دوی وویل چې غواړي د خپلو مشورو او نظریاتو ساحه پراخه کړي او د هرې سیمې او قوم نفوذ لرونکي کسان د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده حضور ته ورشي.
 
دوی همدا راز زیاته کړه چې د افغانستان په تاریخ کې هیڅکله د اسلامي امارت په شان قوي او منظم حکومت نه دی راغلی او ساتنه یې د ولس او چارواکو ګډه دنده ده.
 
له بلې خوا مولوي عبدالکبير ويلي دي چې اسلامي امارت هر ډول رغنده نيوکې او مشورې ته په خلاص زړه هرکلى کوي، داسلامي امارت دروازه ستاسو پر مخ خلاصه ده، دا وطن دټولو ګډ کور دی. زموږ او تاسو لپاره او موږ باید په ګډه د هغې ساتنه وکړو.
 
د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال یادو سیاستوالو او قومي مشرانو ته ژمنه ورکړه چې د دوی هیلې به له اسلامي امارت سره شریکوي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د پنجشېر ولايت له يو شمېر مسوولينو، علماوو او مخورو سره په ليدنه کې هغوی ته امر کړی، چې په دغه ولايت کې د لا زيات اتفاق، اتحاد او اتفاق رامنځته کولو په موخه د راتلونکي نسلونو لخوا د یادولو لپاره د یووالي مثال جوړ کړئ.
 
https://avapress.com/vdci5rarwt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته