دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 262354
په پاکستان کې ځانمرګي بريد درې تنه وژلي او دولس نور يې ټپيان کړي دي
د پاکستان امنیتي سرچینو اعلان کړی، چې د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د امنیتي ځواکونو په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: خبری سرچینو په دغه پیښه کې د ځینو ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ بللی او اعلان یې کړی چې د تروریزم ضد ځواکونو له خوا د چاودنې ځای په محاصره کولو سره د دغه برید په اړه څیړنې پیل شوی دی.
 
ځینو پاکستاني رسنیو د دې تروریستي چاودنې په اړه په خپلو راپورونو کې ویلي چې د دې چاودنې هدف د پاکستاني پوځیانو پر موټر برید و.
 
په تیرو دوو اونیو کښې د اسلام آباد له حکومت سره د اوربند له موافقې څخه د تحریک طالبان د ډلې له وتلو وروسته، د پاکستان په امنیتی ځواکونو باندې له پنځوسو نه زیات ترهګریز بریدونه شوی دی چې پکښې وژل شوی او ژوبل شوی دی.
 
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
 
تحریک طالبان پاکستان د نومبر په ۲۸ اعلان وکړ چې د دې ډلې او د پاکستان د حکومت تر منځ اوربند لغوه شوی دی. دغې ډلې په یوه اعلامیه کې خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې په ټول پاکستان کې بریدونه وکړي.
 
باید وویل شي، چې تحریک طالبان پاکستان د روان کال د جون په دویمه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب د پاکستان له حکومت سره «غیرمستقیم» اوربند اعلان کړ.
 
شمالي وزیرستان او د هغې شاوخوا سیمې په ۲۰۱۴ کال کې تر پراخو پوځي عملیاتو پورې د څو کلونو لپاره د اورپکو خوندي پټنځای وو. د پاکستان پوځ ویلي وو، چې دغه سیمه یې له وسله والو پاکه کړې، خو لا هم له دې سیمې څخه پرله پسې بریدونه کېږي.
 
https://avapress.com/vdchminik23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته