افغان غږ خبری آژانس: د باختر خبری آژانس نن سهار د قندهار د سپین بولدک د لارې د پرانیستلو خبر ورکړ.
د سپین بولدک لار د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت او پاکستاني پوله ساتو تر منځ له خونړۍ نښتې وروسته وتړل شوه.
دغه نښته وروسته له هغې رامنځته شوه چې د پاکستان سرحدي ځواکونو د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره چې د يوې امنيتي پوستې د جوړولو په مقصد يې د دغې پوستې د جوړولو د مخنيوي اراده لرله نښته وکړه.
په دې جګړه کې د اسلامی امارت يو جنګيالي او شپږ پاکستاني اتباع ووژل شول.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، د دوی حکومت اسلامي امارت ته پیغام استولی چې دا ډول پېښې باید تکرار نه شي.