دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 262183
اسلامي امارت باید د بې وزلۍ د کمولو لپاره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي
د ګلبهار خیریه بنسټ مسؤلینو په کابل کې د بې وزلو هېوادوالو لپاره د خوراکي توکو د تولید فابریکې د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت باید هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي ترڅو خلک له فقر څخه خلاص او په ټولنه کې فقر راکم شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ګلبهار خیریه بنسټ له خوا پرون یکشنبه (قوس ۲۰) په کابل کې د اسلامي امارت د مسؤلینو او د بې وزلو او اړمنو هېوادوالو لپاره د مرستندویه موسسو د استازو په حضور کې د خوراکي توکو یوه فابریکه پرانیستله.
 
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت رئيس مولوي فيض محمد د دې فابريکې د پرانيستې په مراسمو کې وويل: خيريه بنسټونه بايد په دې سختو شرايطو کې د هېواد له بې وزله خلکو سره له مرستې او ملاتړ څخه ډډه ونه کړي.
 
هغه وويل، د قوشتپې کانال پروژې په بشپړېدو سره زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او دغه پروژه د هېواد د اقتصادي وضعيت په وده کې ډېر ارزښت لري.
 
فیض محمد په دې خبرې سره چې افغانستان د طبیعي منرالونو له پلوه بډایه هیواد دی وویل: افغانستان به ډیر ژر په ځان بسیا هیواد شي.
 
د ګلبهار خیریه بنسټ اجراییوي رئیس غلام رباني وویل: اسلامي امارت باید د هیوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي، ترڅو خلک له فقر څخه خلاص او په ټولنه کې فقر راکم شي.
 
هغه وويل، د ګلبهار خيريه بنسټ په سلګونو کورنيو ته خوراکي توکي وېشلي او اوس د خوراکي توکو د دې فابريکې په پرانيستل کېدو سره به لسګونو نورو ته د کار زمينه برابره شي.
 
د ګلبهار خیریه بنسټ اجرایوي رئیس د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان له بې وزله خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
نوموړي په هېواد کې د کار د نشتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړه: د اسلامي امارت په راتګ سره د ځوانانو لپاره د کار نشتوالی مخ په زیاتېدو دی.
 
که څه هم د اسلامي امارت تر واک ته رسیدو مخکې په افغانستان کې د بیکارۍ کچه لوړه وه، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) د وروستي راپور له مخې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو خپل کار له لاسه ورکړي.
 
https://avapress.com/vdch6inix23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته