دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 262102
فاطمه زهرا (س) د مسلمانو ښځو لپاره یوه نه بېلېدونکې نمونه ده
دا چې د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د لور حضرت فاطمه زهرا (س) د شهادت ورځ په درشل کې یو، دیني پوهان وايي چې د نن ورځې د ښځو او نجونو لپاره د فاطمې زهرا (س) یوه نمونه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دیني چارو کارپوه محمد جابر انصاري له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د اسلام پیغمبر (ص) د حضرت فاطمې (س) مقام ته په اشارې سره په ځلونو ټینګار کړی دی چې فاطمه (س) و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو ځانګړی مقام او عظمت لري.
 
د انصاري په وينا، د نن ورځې ښځو او نجونو ته د حضرت زهرا (س) اصلي پيغام دا دى، چې ښځې بايد د اسلام د دې سترې نمونې مېرمنې د ژوند پر بنسټ خپلې دندې په سمه توګه سرته ورسوي. بايد اسلامي عفت، حيا او حجاب مراعت کړي او د اولاد په پالنه کې دې لا زياتې هڅې وکړي، ترڅو ټولنې ته پاک او باوقار ماشومان وړاندې کړي.
 
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د نننۍ زمانې د ښځو او نجونو لپاره د فاطمې زهرا (س) د نمونې په توګه ټاکل اړین دي او د هغوی په شخصي او ټولنیز ژوند کې رغنده او ښې اغیزې لرلی شي.
 
هغې د خپلې وینا په پای کې ټینګار وکړ چې زموږ په ټولنه کې باید ښځې د حضرت زهرا (س) د سیرت او ژوند په اړه لازیاته مطالعه وکړي او هغه خپل لارښود وګرځوي ترڅو په ټولو برخو کې بریالۍ شي.
 
https://avapress.com/vdciurarrt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته