افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د قزاقستان پخوانی سفیر عمرتای بیتیموف چې د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې یې د هرات د امنیتی غونډې کې خبرې کولې، اعلان وکړ چې دغه غونډه په نږدې راتلونکي کې به جوړه شی.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې به د افغانانو، د سيمې د هېوادونو د استازو او د نړۍ د لويو قدرتونو په ګډون د افغانستان وضعيت وڅېړل شي.
تر اوسه د دې غونډې دقیق وخت نه دی ټاکل شوی.
د هرات د امنیتي غونډې دویمه غونډه په تاجکستان کې جوړیږي. په دې غونډه کې د بېلا بېلو هېوادونو څه باندې ۲۰۰ استازو ګډون کړی دی.