افغان غږ خبری آژانس - کابل: د حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګانی په یوه ټویټ کې لیکلی چې د پلچرخی د اور وژنې په مرکز کې د اور وژونکو بالونونو د لوړ فعالیت وسایل فعال شوی دی.
هغه زياته کړه، دغه برېښنايي او سمارټ وسايل (چې څه باندې ١٤ ميليونه افغانۍ ارزښت لري) د ترکيې (NMT) شرکت له خوا جوړ شوي، چې د جوړولو چارې يې يوازې د نړيوالو معيارونو له مخې د کيفيت لرونکو موادو په کارولو سره ترسره کېږي.
په پلچرخي کې په داسې حال کې د اور وژونکو موادو د لوړ فعالیت وسایل فعالیږي چې په وروستیو کلونو کې په کابل ښار کې څو وژونکي اورونه لګیدلي او خلکو ته یې ستر مالي زیانونه اړولي دي