افغان غږ خبری آژانس: په داسې حال کې چې له اوکراین سره د واشنګټن او متحدینو پراخ ملاتړ دوام لری، دوی پر روسیې فشارونه زیات کړی، یوې امریکایی رسنۍ د ناټو د وسلو د زېرمو د کمېدو خبرداری ورکړی.
امریکايي ورځپاڼې "نیویارک ټایمز" په یوه نوي راپور کې اعلان کړی چې د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان (ناټو) دوه پر درېیمه برخه غړو هېوادونو د خپلو هغو وسلو زېرمه ختمه کړې چې ښايي اوکراین ته ولېږدول شي.
د ناټو یوه چارواکي دا ورځپاڼې ته ویلي: "د وړو هېوادونو د وسلو ظرفیت (اوکرایین ته استول کېږي) په ختمېدو دی او د ناټو له ۳۰ غړو هېوادونو څخه ۲۰ هېوادونه نږدې خپلو زیرمو ته رسېدلي دي."
دغې سرچینې چې نوم او دریځ یې نه دی په ډاګه شوی ویلي: "د ناټو پاتې لس هېوادونه چې په ټولیزه توګه پیاوړي حکومتونه لکه فرانسه، جرمني، ایټالیا او هالنډ دي، به اوکراین ته پوځي مرستو ته دوام ورکړي."