افغان غږ خبری آژانس: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ (قوس ۲) د ډله ییزو امنیتي تړون د مشرانو په غونډه کې وویل چې په دې پړاو کې د دې وخت رارسېدلی چې د یوه رښتیني ټول شموله تړون د رامنځته کېدو ډاډ ورکړل شي.
د هغه په وينا، له افغانستان څخه د امنيتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو خاورې ته د "بېلابېلو نړيوالو ترهګرو سازمانونو" د وسله والو د نفوذ خطر لا هم لوړ دى.
پوتین زیاته کړه: "په افغانستان کې وضعیت لا هم کړکېچن دی او د ډله ییز امنیت د تړون د غړو هېوادونو سیمو ته د وسله والو د نفوذ ډېر احتمال شته."
نوموړي په دې کتنه کې همداراز وویل چې هېواد یې په دې باور دی چې د افغانستان د ستونزې د ټولو مهمو اړخونو په اړه د ګډ امنیتي تړون د سازمان په چوکاټ کې زیاته همغږي یوه اړتیا ده.
د هغه په وينا، اړينه ده چې د ترهګرۍ، افراطيت او نشه يي توکو د جرمونو د ګواښونو پر وخت د کشف په برخه کې له نږدې کار وکړي.
پوتین په دوام وویل: " اړتیا ده چې دا ګواښونه د ګډو ځانګړو عملیاتو او عملیاتي اقداماتو په مرسته له منځه یوړل شي چې اغیزمنتوب یې ثابت کړی."
د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان سرمنشي ستانیسلاوزا هم په دې غونډه کې د هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې د افغانستان د پولو وضعیت خطرناک بللی دی.
پوتین مخکې له دې چې خبرې وکړي، وویل: له افغانستان څخه د ډله ییز امنیت د تړون د غړو هېوادونو خاورې ته د تروریستي فعالیتونو، د وسلو او مخدره موادو د ناقانونه قاچاق د خپرېدو خطر شته.
په دې غونډه کې د روسیې پر ولسمشر سربېره، د تاجکستان ولسمشر، ارمنستان صدراعظم، د بلاروس ولسمشر او د قرغزستان ولسمشر هم حضور درلود.