افغان غږ خبری آژانس: دغه لاره د پاکستان پر سرحدي ځواکونو د وسله وال برید وروسته وتړل شوه. ویل شوي چې پاکستان د هغه کس د سپارلو غوښتونکی وو چې پر پاکستاني پوځیانو یې ډزې کړې وې او د سپین بولدک د لارې د پرانیستلو لپاره یې دا شرط ایښی وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې يو پاکستانی سرتېرى وژل شوى وو او دوه نور ټپيان وو.
ادعا شوې وه چې دغه وسله وال د اسلامي امارت غړی دی، خو سرپرست حکومت هغه «نامعلوم کس» بللی دی. پرون داسې راپورنه خپاره شول چې اسلامي امارت دغه وسله وال کس پاکستان ته سپارلی دي، خو د اسلامي امارت ویاند دغه ادعا رد کړه.
خو په کندهار کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د سپین بولدک - چمن لار نن دوشنبه (عقرب ۳۰) د مسافرو او سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
په دې وروستیو ورځو کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
پرون مازدیګر مهال د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د اسلامي امارت مجاهدینو د پاکستاني پوځیانو ترمنځ د سختې جګړې شاهد و. ويل کيږي چې دغې نښتې مرګ ژوبله هم اړولې ده. د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.