افغان غږ خبری آژانس: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې په افغانستان کې د یو میلیون او ۷۰۰ زره برېښنايي تذکرو د رارسیدو خبر ورکړی دی.
دغه رياست تېره شپه (د عقرب ٢٨مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د نويو برېښنايي تذکرو په رارسېدو سره په هېواد کې د وېش لړۍ په عادي ډول پيل شوې ده.
د احصایې مرکزي ادارې ویلي دي چې د دغو زیږون سندونو د چاپولو قرارداد د جنوبي کوریا له یوه شرکت سره لاسلیک شوی دی.
ویل شوي چې د برېښنايي تذکرو کې ځینې بدلونونه راغلي؛ خو دغه د برېښنايي تذکري اوس هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر نامه لاندې چاپ شوي دي.
په برېښنايي تذکرو کې د کورنیو چارو وزارت پر ځای د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره لیکل شوې ده.
بل بدلون چي په برېښنايي تذکر وکې اضافه شوی د دې د اعتبار موده ده چې ۱۰ کلونو ته لوړه شوې.
په همدې حال کې د احصایې د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع وايي، ډېر ژر به له قطر څخه افغانستان ته ۱.۳ میلیونه نور د برېښنايي تذکرو هم وارد شي.
د هغه په وينا، د برېښنايي پېژندپاڼو د هرې نوې ټوټې د چاپ لګښت يو نيم امريکايي ډالر دى، چې مرکزي بانک ورکوي.