افغان غږ خبری آژانس: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی
افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه ۱۱:۳۰ بجې د خنجان ولسوالۍ په تخت سنګ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې يو ٥٨٠ ډوله مسافر وړونکى موټر، چې له کابل څخه بلخ ته روان و، د چلوونکي د بې احتياطۍ او تخنيکي ستونزې له امله له سړک څخه واوښت او په سمندر کې لوېدلى دى.
برهاني زياته کړه چې په وژل شويو کې شپږ نارينه او دوه ښځې دي او په ټپيانو کې يو ماشوم، دوه ښځې او ٣٨ نارينه شامل دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ټينګار وکړ چې د دغې پېښې مړي او ټپيان د خانجان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر او د دغه ولايت د ترافيکو مديريت د منسوبينو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماښام د بغلان د دوشي ولسوالۍ د کلګي پر سړک په يوه ترافيکي پېښه کې لس تنه مړه او ټپيان شوي وو.