افغان غږ خبری آژانس: نن چهارشنبه د عقرب ۲۵ مه د هېواد د فوټبال د ۱۴ کلنو ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د سیالیو په لړ کې په خپله دریمه لوبه کې له ازبکستان سره لوبه وکړه او یو پر صفر ماته وحوړه.
د افغانستان ملي لوبډلې په دې سیالیو کې په وروستیو دوو لوبو کې د ایران او ترکمنستان ملي ټیمونو ته د ۶ پواینټونو په ترلاسه کولو سره ماتې ورکړه.
د منځنۍ اسيا د ځوانانو د فوټبال د ټيمونو سيالۍ دوه اوونۍ مخکې په تاجکستان کې پيل شوې دي.