دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 260761
د هوا د ککړتیا له امله د تنفسي ناروغیو زیاتوالی
د هوا ککړتیا په هیواد کې تنفسي ناروغۍ زیاتې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اقلیم بدلون په هېواد کې تنفسي ناروغۍ زیاتې کړي دي.
 
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال محمد حسن غیاثي په وینا، هر کال په کابل کې شاوخوا ۲۲۸۷ کسان د تنفسي ناروغیو په ځانګړې توګه د هوا د ککړتیا له امله مري.
 
ویل کیږي چې په تیرو څلویښت کلنو جګړو کې د بیلابیلو وسلو کارول او په ژمي کې د کورونو د تودوخې لپاره د ډبرو سکرو ډیر کارول او د اوبو رسولو د یوې مناسبې شبکې او مناسب کانالیزاسیون نشتوالي د هیواد اقلیم سخت زیانمن کړی دی. دا کار د هیوادوالو روغتیا ته زیان رسولی او هیواد یې ډیر زیانمن کړی دی.
 
https://avapress.com/vdch-vniz23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته