دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 260751
د پاسپورټ ریاست د ۳ میلیونه نویو پاسپورټونو د چاپ اعلان وکړ
د پاسپورټ ریاست چارواکو د ۳ میلیونو نویو پاسپورتونو د چاپ اعلان کړی دی. د دوی په وینا، کله چې تخنیکي ستونزې هوارې شي، د دغو پاسپورتونو د وېش بهیر به پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو د عمومي ریاست چارواکي وايي چې د پاسپورټ د ماشینونو تخنیکي ستونزې لا نه دي حل شوي.
 
پرون (سه شنبه، عقرب ۱۷) د دغه ریاست ویاند نورالله پتمن وویل: د پاسپورټونو د وېش بهیر د وسایلو د تخنیکي ستونزو په حل سره پیلېږي.
 
پتمن د دې خبرې په څرګندولو سره چې ۳ میلیونه پاسپورټونه چاپ شوي او ډېر ژر به افغانستان ته راورسېږي، وویل: د پاسپورټ ریاست هڅه کوي چې خپلو غوښتونکو ته د پاسپورټونو د وېش لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
کابو یوه میاشت وړاندې د پاسپورټونو د وېش بهیر په ټپه درېدلی و او لا هم دغه بهیر نه دی پیل شوی.
 
د پاسپورټونو د عمومي ریاست چارواکو اعلان کړی و، چې د بایومټریک وسایلو د نوي کولو له امله دغه بهیر په موقتي توګه ودرول شو.
 
https://avapress.com/vdcgnz9xqak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته