افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون دوشنبه (عقرب ۱۶) د یو لړ ټویټونو په ترڅ کې د نړۍ د هېوادونو د اقلیمي بدلون غونډې ته غبرګون ښودلی دی.
بلخي وويل، د مصر په شرم الشيخ کې د اقليمي بدلون د ناستې ترسره کېدل په نړۍ کې د اقليمي بدلون ننګونې ته د حل لارې موندلو لپاره لومړى ګام دى.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د اقلیم بدلون سیاسي سرحدونه نه پېژني او د افغانستان په څېر هېوادونه چې د اقلیم د بحران په رامنځته کولو کې رول نه لري، د اقلیم د بدلون تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي او دا موضوع باید له پامه ونه غورځول شي.
بلخي ادعا وکړه چې سږ کال افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت زیانمن شوی دی.
د اقلیم د بدلون په اړه نړیواله غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د چین او امریکا په ګډون څو مهم صنعتي هیوادونه په نړۍ کې د کاربن له سترو تولیدونکو هیوادونو څخه دي او د نړیوال اقلیم د بدلون په برخه کې مهم رول لوبوي.