دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 260644
کربلا ته د افغان زیارت کوونکو سفر بیا پیل شو
د هرات ولایت د زیارتي او ګرځندوی شرکتونو د ټولنې چارواکو کربلا ته د مسافرو د لېږلو د بیا پیل خبر ورکړی دی. د دوی په وینا، له عراقي چارواکو سره تر مشورې وروسته په تېرو دوو اونیو کې د دغه هېواد له بېلابېلو ولایتونو څه باندې ۸۰۰ زائرین کربلا ته تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د چارواکو په وینا لسګونه زیارت کوونکي چې اوس په هرات کې دی د دغه سفر لپاره چمتووالی نیسي.
 
دغه زیارت کوونکي چې د ستونزو له امله یې سږ کال د اربعین په لاریون کې برخه نه وه اخیستې، یو ځل بیا انتظار باسي چې د کربلا د لیدلو خوب یې پوره شي.
 
هغوی د ایران او عراق له چارواکو غوښتی چې په راتلونکو کلونو کښې د دغو مشکلاتو د حل لپاره کوشش وکړی او د معصومو او پاکو کورنیو د زامنو میلمانه په آسانۍ سره د حضرت امام حسین (ع) د زیارت لپاره رابللی شی.
 
د هرات ولایت د حج او اوقافو رئیس عباس امیري په دې خبرې سره چې عراق ته د حاجیانو د سفر په لاره کې د ستونزو د لرې کولو لپاره ډیرې هڅې شوي دي، څرګنده کړه: په تیرو دوو اونیو کې ۸۰۰ تنه حاجیان چې عراق ته یې د سفر اراده درلوده. دغه هیواد ته لیږل شوي او د زیارت کوونکي نوم لیکنه دوام لري.
 
https://avapress.com/vdchkvnik23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته