دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 260606
روغتیا وزارت: د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره چمتو یو
د عامې روغتیا وزارت د موسمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ناروغانو درملنې ته بشپړ چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل، د دغه وزارت پرسونل ۲۴ ساعته په روغتونونو کې د ویروسي ناروغیو د ناروغانو د درملنې په موخه حاضر دي او د ناروغانو د درملنې په برخه کې جدي پاملرنه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د عامې روغتیا وزارت د موسمی ناروغیو لپاره پوره چمتووالی لری او هره ورځ د ناروغانو د درملنې لپاره جدی هڅې کوی.
 
هغه وويل، چې د موسم په بدلېدو سره موسمي ناروغۍ ډېرې شوې، خو د عامې روغتيا وزارت د ناروغانو د درملنې لپاره بشپړ پلان لري.
 
په ورته وخت کې د یوه خصوصي روغتون مشر معالج ډاکټر عبدالله راستین وايي، د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره د معافیت سیسټم پیاوړی کول، د روغتیا ساتنې مناسبه مراعات کول، له صحي خوړو ګټه اخیستل، ورزش کول، ګرمې جامې اغوستل او د نورو په مخ کې دا اړینه ده چي ماسک وکاروئ.
 
هغه زیاته کړه، د تنفسي ناروغیو او سینه بغل د اخته کېدو په موخه د انفلونزا او سینه بغل واکسین ورکول اړین دي.
 
راستین په دوام کي وویل: چې په یوه موسمي ناروغۍ اخته کیدو وروسته، ډاکټر ته مراجعه او د هغه د سپارښتنو په تعقیب، تاسو کولی شئ خپل معافیت ترلاسه کړئ.
 
د راستین په باور، دولت باید د رسنیو له لارې د روغتیا د پوهاوي په برخه کې هڅې وکړي او خلکو ته د انفلونزا او سینه بغل د واکسینو د تطبیق په برخه کې زیاتې مشورې ورکړي، ترڅو د هېواد خلک له موسمي ناروغیو لږ اغیزمن شي.
 
راستین ټینګار وکړ چې د روغتیا وزارت باید د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه د سون توکو بیې چې د هوا د ککړتیا لامل نه شي کمې کړي او ښاریان په موسمي ناروغیو اخته نه شي.
 
د بادغيس ولايت اوسېدونکى سعادت هم د موسمي ناروغيو د مخنيوي لپاره د بې کيفيته خوړو کارول او د ګرمو جامو اغوستل مهم ګڼي او پر حکومت تور پورې کوي، چې خلکو ته روغتيايي مرستې نه وېشل کېږي.
 
د دغه ولايت يو بل اوسېدونکى سيد حيات الله هم د چايو څښل، د ګرمو جامو اغوستل او د مغذي خوړو کارول د موسمي ناروغيو د مخنيوي لپاره ګټور ګڼي.
 
د يادونې وړ ده، چې هر کال په هېواد کې د سړې موسم په رانږدې کېدو سره موسمي ناروغۍ ډېرې شوې، چې لامل يې د هوا ککړتيا او سړه کېدل بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcfxxd0vw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته