افغان غږ خبری آژانس - هرات: ۱۸ کلن سلیمان چې ډېر خوشحاله دی، وايي چې د لومړي درجي د ترلاسه کولو خبر یې له تصوره بهر دی، خو هغه باور لري چې خدای د چا هڅې نه ضایع کوي.
سلیمان، د خپل بریالیتوب یوازینی راز د هغه د استادانو او کورنۍ په دوامداره توګه هڅې او ملاتړ ګڼي.
همدارنګه د سليمان پلار غلام جيلاني، چې يو هټيوال دى، وايي چې د خپل زوى د بريا لپاره يې ډېر زحمتونه ګاللي دي.
سلیمان به د دوی په کورنۍ کې څلورم ډاکټر وي، له ټولو والدینو یې وغوښتل چې د خپلو ماشومانو د فکري ودې لپاره جدي کار وکړي، ترڅو هېواد ته د خدمت جوګه شي.
له بلې خوا د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي شهاب الدين ثاقب په بېلابېلو علمي او ښوونيزو برخو کې د نورو زده کوونکو د روښانه کولو لپاره د لا زياتو هڅو خبره کوي.
هغه ټینګار کوي چې د هرات ولایت د پوهنې ریاست د دې ولایت د ټولو استعدادونو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په دغه ولایت کې زده کوونکو ته لا ښه علمي مخینه برابره کړي.
ویل کیږي چې د ملي داخلې په ازموینه کې دریمه لوړه نمرې هم د هرات ولایت دي.