دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 260450
د مزار شریف نړیوال هوايي ډګر د بیارغونې چارې پای ته ورسېدې
ازبکستان په مزارشریف کې د "مولانا جلال الدین بلخي" نړیوال هوايي ډګر د بیارغونې د بشپړیدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ازبکستان د دغه هېواد د کارپوهانو له خوا په مزارشریف کې د «مولانا جلال الدین بلخی» نړیوال هوایی ډګر د بیارغونې د بشپړیدو اعلان وکړ.
 
د دغه هوايي ډګر د بیارغونې د چارو د پیل په مراسمو کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف، د ترانسپورت وزیر الهام محکم اف ، د ازبکستان د هوايي چلند ادارې استازو او نورو ګډون کړی و.
 
باید وویل شي، چې یو کال وړاندې ازبکستان د اسلامي امارت په غوښتنه افغانستان ته ۳۰ کسیز تخنیکي ټیم استولی و، چې د مزارشریف هوايي ډګر په بیارغونه کې مرسته وکړي.
 
ازبک کارپوهانو په ورته وخت کې په څو برخو کې عملیات ترسره کړل، په شمول د هوایی نیویګیشن او هوا پېژندنې تجهیزاتو ترمیم، د ځغاستې بیا رغونه، او د هوایی ډګر بریښنا رسول.
 
د جمهوریت له سقوط او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د هېواد ډېری هوايي ډګرونه د دوی له خوا ویجاړ شول.
 
د یادولو وړ ده چې د هوايي ډګر د ځغاستې د بیارغونې په بهیر کې د الوتکو د تګ راتګ لاینونه او د پارکینګ نښې په بشپړه توګه رغول شوي او د ازبکستان د بریښنا ملي شبکې هم د هوايي ډګر د بریښنا رسولو او د روښانتیا کچه اړینې کچې ته لوړه کړې ده.
 
د ازبکستان تخنیکي ټیم د هوايي ډګر د ځغاستې د څراغونو او سیګنالونو وسایل هم ترمیم کړي او له دې وروسته به دغه هوايي ډګر د شپې او په بدو هوا کې د الوتنو د ترلاسه کولو توان لري.
 
https://avapress.com/vdccpxqix2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته