افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۳۰) په یوه ټویټ کې لیکلي چې هېواد یې د اوکراین د سمدستي او اوږدمهاله امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
ښاغلي آسټین وویل چې اوکراین ته د متحده ایالاتو د وسلو په نوې کڅوړه کې هغه سیسټمونه او تجهیزات شامل دي چې د اوکراین اردو کولی شي د خپل هیواد د دفاع لپاره وکاروي.
د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغه هېواد د مرستو په نوې بسته کې د دقیقو لارښوونکو توپونو، د زغره والو ضد او له لرې واټن څخه د ماینونو د سیستم مرمۍ، زغره وال سیسټمونه، د ټانګ ضد او څو هدفه وسلې او وړې وسلې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، هسپانیه اوکراین ته د هاک (HAWK) هوايي دفاعي لانچر او جرمني IRIS-T هوايي دفاعي سیسټم ورکوي.
اوکراین له اتو میاشتو راهیسې د روسیې د یرغل پر وړاندې ولاړ دی او له ځانه دفاع کوي.
د امريکا په مشرۍ لويديځ هېوادونه د دغه يرغل پر وړاندې د اوکراين له اصلي مرسته کوونکو څخه دي.