دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 260339
ازبکستان له اسلامي امارت سره د خبرو اترو لپاره د یوې نړیوالې ډلې پر جوړولو ټینګار کړی
د ازبکستان ولسمشر د اروپا د شورا له رئیس سره په کتنه کې له اسلامي امارت سره د خبرو د پرمخ بیولو لپاره د یوې نړیوالې ډلې د جوړولو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اروپایی شورا له رئیس چارلس میشل سره په کتنه کې د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو لپاره د یوې نړیوالې ډلې د رامینځته کولو غوښتنه وکړه چې د سولې د پروسې د ژر تطبیق په اړه موافقه وکړی.
 
دواړو لورو همدا راز د یوه ټول شموله سیاسي پروسې د رامنځته کولو او د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د رعایت پر اړتیا هم خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د اوږدمهاله ثبات لپاره د هغې عملي کول اړین وګڼل.
 
د "ازبک ورځپاڼې" د راپور له مخې، د ازبکستان ولسمشر او د اروپايي شورا مشر هم د افغانستان د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره د دایمي ګواښ د سرچینې په توګه د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ.
 
شاوخوا درې میاشتې وړاندې ازبکستان هم د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه و، چې پکې د سیمې د هېوادونو استازو ګډون کړی و او د افغانستان له نوي حکومت سره یې د تعامل په اړه خبرې کړې وې.
 
https://avapress.com/vdcipuar3t1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته