افغان غږ خبری آژانس: د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په ګډون د پنځوس میلیونه ډالرو په پانګونې څلور لویې تولیدي فابریکې پرانیستل شوې.
ویل شوي، چې په دغو صنعتي فابریکو کې د بیټرۍ تولید، د هګیو تولید، د شنو خونو د پلاستیک تولید او د کارتنونو تولید شامل دي، چې د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ارزښت لري.
د دغو څلورو فابریکو په پرانیستلو سره ۲۵۰۰ ټنو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
په ورته وخت کې په هرات کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې فعالانو د "خودکفايي په لور" تر سرلیک لاندې په یوه نندارتون کې د هېواد کورني تولیدات او غالۍ، موټرسایکلونه، جامې، لبنیات، خوراکي او سینګار توکي نندارې ته وړاندې کړل. د هرات او نورو ولایتونو زعفران او نور کرنیز محصولات د هیواد په کچه ښودل شوي دي.
د هرات ولايت د صنايعو خونې مشر حميدالله خادم وويل، چې په دې نندارتون کې ١٥٠ غرفې جوړې شوي، چې ٣٠ يې د ښځو اړوند دي.
هغه زياته کړه، چې د هېواد وګړي کولاى شي له دغه نندارتون څخه ليدنه وکړي او د هېواد په ځان بسيا کېدو کې برخه واخلي.