د هغه په وينا، د بلخ د انارو د کرکيلې سيمې تر ډېره د بلخ په دهدادي، نهرشاهي، شولګر، چمتال او چاربولک ولسواليو کې دي.
عظيمي زياته کړه، چې د بلخ د انارو محصولات تر ډېره په ګاونډيو ولايتونو کې پلورل کېږي او د ګټې له لوړېدو وروسته يې د سوداګرو له خوا ګاونډيو هېوادونو ته هم صادرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له کندهار او کاپیسا وروسته بلخ په هېواد کې د انارو درېیم تولیدوونکی هېواد دی، چې انار یې په کور دننه او بهر شهرت لري او تر ډېره په کورنیو بازارونو کې پلورل کېږي. د دې انارو یوه برخه هند، پاکستان او ازبکستان ته هم صادرېږي.