دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 259955
د ۲۷ هیوادونو ګډه اعلامیه/ د نجونو ښوونځي باید ژر تر ژره پرانستل شي
د ۲۷ هېوادونو یوې ډلې په یوه ګډه اعلامیه کې د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
افغان غږ خبری آژانس: د هېوادونو په دې ډله کې د امریکا، بریتانیا، قطر، استرالیا، بنګله دېش، بلجیم، کاناډا، چاد، فرانسې، جرمني، یونان، هنګري، اندونیزیا، ایرلنډ، ایټالیا، جاپان په ګډون ۲۷ هېوادونه شامل دي. لبنان، ناروې، پولنډ، سینټ وینسنټ، ګریناډینز، سلووینیا، سریلانکا، سویډن، ترکیه، ترکمنستان او متحده عربي امارات دي.
 
دغو هېوادونو د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د بنسټیزو ازادیو د درناوي د کچې د کموالي په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
 
دوی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د نجونو لپاره د ثانوي زده کړو بندیز چې له څه باندې یوه کال راهیسې نافذ دی، ژر تر ژره لغوه کړي.
 
دوی ټینګار کړی چې له ښوونځیو څخه د نجونو د ایستلو په اړه د اسلامي امارت پریکړه د افغان ولس د اکثریت اراده نه منعکسوي او له دې امله افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې د نجونو لپاره د ثانوي زده کړو مخه نیسي.
 
دوی د اقتصادي ثبات لپاره د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې له زده کړو محرومیت د افغانستان په راتلونکي اقتصادي وده او سوکالۍ کې د ښځو او نجونو د ونډې مخه نیسي.
 
د دې ترڅنګ دغو هېوادونو د نړیوال اقتصادي فورم په موندنو ټینګار کړی چې په دولتي او رسمي برخو کې د ښځو له کار کولو منع کول به په لنډه موده کې د افغانستان ناخالص تولید لږ تر لږه ۶۰۰ میلیونه ډالره راکم کړي.
 
دوی دغه راز زده کړو ته د نجونو د نه لاسرسي د مخنیوي په برخه کې زیاتیدونکو خطرونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا کار به د ماشومانو د ژر او اجباري ودونو لامل شي.
 
د دې ډلې غړو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) څخه غوښتنه کړې چې د ښځو وضعیت له نږدې څاري او راپور ورکړي.
 
دوی د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي څخه غوښتنه کړې چې په دې برخه کې د یوناما له حکم سره سم د اړوندو چارواکو په ګډون له ټولو اړوندو افغان سیاسي فعالانو او ښکیلو اړخونو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcamonum49nmo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته