افغان غږ خبری آژانس: د یوناما دفتر تېره شپه (میزان ۲۳) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نوې استازې روزا اتنبایوا د څرګندونو په خپرولو سره، په بېلابېلو موضوعاتو لکه د باور جوړونې، بانکی سیستم او ښوونې او روزنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې د نظر له اختلاف سره سره د افغانانو په خاطر د افغانستان او نړيوالې ټولنې د نږدې کولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
له بلې خوا د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې مولوي موتګي په دې ناسته کې ویلي، چې اوس د دې وخت دی، چې نړۍ او افغانستان یو بل ته نږدې شي.
موتي هیله څرګنده کړه، چې یوناما به د خپل مسوولیت په چوکاټ کې د افغانستان حقایق نړیوالو ته ورسوي. ځکه ځینې رسنۍ نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي.