افغان غږ خبری آژانس: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پرون جمعه (میزان ۲۲) د روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې له افغانستان سره پر پوله د ملېشو د فعالیتونو د پراخېدو شاهد دی.
د روسیې د خبري آژانس ریانوفسي د راپور له مخې، د تاجکستان ولسمشر زیاته کړه: موږ په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو او افراطي ډلو د فعالیتونو د پراخېدو شاهدان یو.
هغه ادعا وکړه چې په افغانستان کې تر ۱۲ زیاتې ترهګرې ډلې شتون لري.
باید وویل شي، چې په دې غونډه کې د روسیې، قرغزستان، ترکمنستان او ازبکستان ولسمشرانو هم حضور درلود.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه هر ډول ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان به هېڅ هېواد ته ګواښ نه وي.