دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 259627
په ابوظبي کې افغان کډوال:

موږ په اماراتو کې بندیان یو

موږ په اماراتو کې بندیان یو
د افغان کډوالو یوې ډلې چې تېر کال یې د ایستلو په بهیر کې له هېواده وتلي او امریکا ته یې د لېږدولو ژمنه شوې وه او اوس د ابوظبۍ په کمپ کې اوسېږي، یو ځل بیا د خپل حالت په وړاندې اعتراض وکړ او د نه خوړو اعتصاب یې پیل کړ. دوی تېره میاشت په یوه احتجاجي غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې درېیم هېواد ته د دوی د سپارلو بهیر بېرته پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یو شمیر افغان کډوالو د ابوظبۍ د مهاجرینو په کمپ کې د خپل ناڅرګند وضعیت په اړه لاریون وکړ او ویې ویل: موږ دلته د بندیانو په څیر یو.
 
یو شمېر افغان کډوال چې یو کال وړاندې له کابل څخه د وتلو پر مهال متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي وو او د امریکا متحده ایالاتو ته یې د سپارلو له ژمنې سره سم یو ځل بیا له خپل نامعلوم برخلیک لپاره احتجاج وکړ.
 
د دغو کډوالو په وینا اوس مهال تر دوه زره زیات افغان کډوال د ابوظبۍ په کمپ کې په بدحالۍ کې ژوند کوي. دوی ټینګار کوي چې د دوی د برخلیک تر روښانه کېدو پورې به خپل اعتراض ته دوام ورکړي او یو شمېر یې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی.
 
یو شمېر افغان کډوال وايي، دوی ته د کمپ له سیمې د وتلو اجازه نه ورکول کېږي او په دغو موقتي استوګنځایونو کې شرایط "د یوه زندان په څېر" دي.
 
مظاهره کوونکي دا هم وايي چې دوی یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا چې په دې کمپ کې له میاشتو پاتې کیدو وروسته خپل برخلیک روښانه کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د فبرورۍ په مياشت کې د لومړي ځل لپاره په دغه مرکز کې د مېشتېدنې بهير له بندېدو وروسته لاريونونه پيل شول، چې له امله يې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو لوړپوړى چارواکى هم هلته سفر وکړ. په دغه لیدنه کې دغه چارواکي ژمنه کړې وه چې د اګست تر میاشتې به ټول افغانان میشت شي. دا
 
امریکايي چارواکي وايي، له ایستل شویو افغانانو څخه به هېڅوک افغانستان ته نه ستنېږي. خو یو شمېر کډوال له میاشتو انتظار وروسته په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcgxy9xuak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته